سیمه ییز خبرونه
د جلال آباد ښار په ۴ ناحیه کې د ځانمرګو ۴ کسیزه ډله ونیول شوه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د ملي امنیت منسوبینو د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د ځانمرګو بریدګرو ۴ کسیزه شبکه ژوندی ونیوله.
د ننګرهار والي ویاند ویلي، چې ځانمرګی د نیولو پر مهال پر ځان پورې د تړلو چاودیدونکیو توکو د چاودنې له کبله ووژل شو.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي چاودنه تائيد کړې او وايي، چې په دې چاودنه کې یوازې بریدګر وژل شوی دی.
د پېښې عیني شاهدان وایي، چې چاودنه پر داسې مهال د ماشومانو په یوه مدرسه کې رامنځته شوې، چې زدکوونکي یې نن رخصت ول.