سیمه ییز خبرونه
د جمعيت اسلامي گوند سرپرست وټاكل شو
د بلخ والي او د جمعيت گوند غړى عطامحمد نوروايي:
د جمعيت گوند كنگرې تصميم نيولى، چې د برهان الدين رباني مشر زوى صلاح الدين رباني تر راتلونكيو دوه مياشتو د دې گوند سرپرستي په غاړه واخلي او په دې موده كې به د جمعيت اسلامي گوند كنگره د خپل نوي رهبر د ټاكلو په اړه پرېكړه وكړي.
په مزارشريف كې د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال بشيرانصاري وايي:
د بلخ والي نوروويل كه له ده وغوښتل شي، چې د جمعيت رهبري وكړي؛ نو د دې گوند د ټوټې كيدود مخنيوي لپاره به دا مسووليت ومني.
د بلخ والي دغه راز ويلي، چې:
په مزارشريف كې يې له جنرال دوستم او محمد محقق سره په دې اړه سياسي بحث نه دى كړى.
د سولې عالي شورا د رييس او د جمعيت اسلامي گوند د رهبراستاد برهان الدين رباني له وژل كيدو وروسته د دغه گوند د رهبرۍ په اړه پوښتننه رامنځته كيده، چې د استاد رباني پرځاى به د جمعيت رهبري څوك په غاړه واخلي.
اوس، چې په استاد رباني له بريده دوې اوونۍ تيرېيږي؛ د بلخ والي او د جمعيت گوند غړى عطامحمد نور وايي، چې:
د جمعيت اسلامي گوند د استاد برهان الدين رباني مشر زوى صلاح الدين رباني د دغه گوند د سرپرست په توگه ټاكلى دى.
د استاد رباني ناڅاپي وژل كيدو دوه څوكۍ خالي كړې؛ يوه د جمعيت گوند د رهبرۍ او بله د سولې عالي شورا د رياست.
يوشمېركارپوهان په دې اند دي، چې:
د برهان الدين رباني مشر زوى صلاح الدين رباني، د احمدشاه مسعود ورور احمد ضيا مسعود او د بلخ والي عطامحمد نور په گوته شوي، چې يو به له دغو درې تنو د جمعيت گوند د مشر په توگه وټاكل شي.