تازه خبرونه

د جمعیت اسلامي د رهبري شورا ۴۷ غړیو رباني له مشرتابه ګوښه کړ

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۲, ۱۳۹۹)

د جمعیت اسلامي د رهبري شورا ۴۷ غړیو صلاح الدین رباني د دې ګوند له مشرتابه ګوښه او د کانګرې تر جوړیدو پورې یې د جمعیت د لنډمهالي مشر په توګه عنایت الله شاداب ټاکلی دی.

داسې ښکاري، چې حزب جمعیت دوه ټوټې شوی؛ د دې ګوند د مشرتابه شورا اووه څلوېښت غړیو د صلاح الدین رباني خلاف رایه و کاروله او هغه يې له مشرتابه لیرې کړ. په دوی کې عطا محمد نور، یونس قانوني، بسم الله محمدي، حفیظ منصور، اسماعیل خان او ستار مراد استازیتوب لري.

د مشرتابه له ۶۲ غړیو ۴۷ یې عنایت الله شاداب، چې د دې ګوند له بنسټګرو دی؛ د مشرتابه شورا لنډمهالی مشر ونوماوه، چې له کلونو وروسته د ګوند د عمومي اسامبلې لپاره لومړني ګامونه واخلي.

د حزب جمعیت د مشرتابه شورا ځینو غړيو ویلي؛ صلاح الدین رباني خپلسري کوله او لیدلوری یې د حکومت په وړاندې د اپوزیسیون جوړول ول. په داسې حال کې، چې جمعیت اوس په قدرت کې دی او له حکومت ملاتړ کوي.

 د حزب جمعیت مرستیال احمد ضیا مسعود ویلي؛ صلاح الدین رباني اوس هم د ګوند مشر دی او انشعابي څېرې نشي کولی د ګوند په اړه کورنۍ پرېکړه وکړي.

هغه حکومت تورنوي، چې د دې ګوند د مشرتابه شورا له ځينو غړیو سره يې له لنډو خبرو وروسته د حزب جمعیت اسلامي افغانستان د پاشلو زمینه برابره کړله.

صلاح الدین رباني نه غوښتل په مشارکتي حکومت کې شریک وي؛ خو د مشرتابه شورا ۴۷ غړیو ځان په حکومت کې د عبدالله له پتې شریک ګاڼه او دوی وايي، چې د سولې په بهیر کې به د عبدالله تر څنګ د پام وړ رول ولوبوي.

د مشرتابه شورا یوې سترې برخې صلاح الدین رباني پخپل ځای پرېښی، ښاغلي رباني دوه اوونۍ مخکې د حزب جمعیت اسلامي ځيني غړي پر معاملو تورن کړي وه.

د افغانستان زیاتره ګوندونه په دا تېرو دوه لسیزو کې بې نظمه او څو ټوټې او له داخله وراسته او شړېدلي دي او ندې توانیدلي، چې په سیاسي معادلو کې د یوه واحد ارګان په توګه عمل وکړي. له همدې کبله انګیرنه دا ده، چې زیاتره ګوندونه د وروستیو دوه لسیزو په بدلونونو کې کمزوي ثابت شوي دي.

Trending

Exit mobile version