Connect with us

تازه خبرونه

د جمعیت اسلامي ګوند د تېرې اوونۍ جوړه شوې کنګره مشروعیت نلري ـ اسماعیل خان

خپور شوی

د

د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ غړي اسماعیل خان ویلي؛ تېره اوونۍ عطا محمد نور په جعلي توګه د دې ګوند ګنکره جوړه کړې، چې د ګوند ځينو غړیو ته د منلو نده.

په کابل کې د جمعیت اسلامي د اجرائیه مشر عطا محمد نور لخوا د کنګرې وروستۍ ټاکنې د دې ګوند د رهبرۍ د نورو غړیو له سخت مخالفت سره مخ شوي دي.

محمد اسماعیل خان، چې د ګوند د کنګرې په ټاکنو کې حاضر و، وايي؛ په پام کې نه وه، چې د کنګرې ټاکنې وشي، ځکه د ګوند ډېرو غړیو ته د منلو ندي.

 اسماعیل خان وايي، چې له هیڅ یوه رهبر ځانګړی ملاتړ نکوي؛ خو غواړي، چې دا ګوند یو موټی کنګره ولري.

اسماعیل خان، چې په هرات کې یې خبریالانو ته خبرې کولې څرګنده کړې؛ د مسکو غونډې ته، ځکه ونه بلل شول، چې دا ګوند په څو څانګو وېشل شوی.

د جمعیت اسلامي رهبر صلاح الدین رباني هم د عطا محمد نور په مشرۍ د جمعیت د څانګې له جوړیدو سره مخالفت کړی.

د جمعیت اسلامي ګوند بېلې شوې څانګې په کابل کې د دې ګوند کنګره را وبلله او د کنګرې په ټاکنو کې یې عطا محمد نور د مشر په توګه وټاکه.

د جمعیت اسلامي د بېلې شوې څانګې مشر عطا محمد نور ویلي؛ که د ګوند رهبري وغواړي بیا کنکره را وبولي له ریاسته تېریږي.

د جمعیت اسلامي په ګوند کې له یوه کال راپدیخوا لانجې او اختلافونه پیدا شوي او د رهبرۍ غړیو په وار وار په یو بل لفظي ګوزارونه هم کړي دي.

تازه خبرونه

ګوټرش په یوناما کې د ۶۰ بستونو د حذفولو وړاندیز وکړ

ګوټرش د چارشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پېنځمې کمیټې ته د وړاندیز شوې بودجې د وړاندې کولو پر مهال ویلي، د بستونو کمول د دې ټولنې په ځانګړو سیاسي ماموریتونو کې د پراخو بدلونونو یوه برخه ده او موخه یې د کاري وړتیا لوړول او د ټاکل شویو ماموریتونو له اړتیاوو سره د سرچینو همغږي کول دي.

Published

on

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش د دې ټولنې د ۲۰۲۷ز.کال د وړاندیز شوې بودجې په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د ۶۰ بستونو د حذفولو وړاندیز کړی دی.

ګوټرش د چارشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پېنځمې کمیټې ته د وړاندیز شوې بودجې د وړاندې کولو پر مهال ویلي، د بستونو کمول د دې ټولنې په ځانګړو سیاسي ماموریتونو کې د پراخو بدلونونو یوه برخه ده او موخه یې د کاري وړتیا لوړول او د ټاکل شویو ماموریتونو له اړتیاوو سره د سرچینو همغږي کول دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه وړاندیز کړی، چې په افغانستان کې دې د دې ټولنې خپلواک څېړنیز میکانیزم ته ۳.۲ میلیون ډالره اضافي بودجه ځانګړې شي.

دغه میکانیزم په افغانستان کې د ترسره شویو نړیوالو درندو جرمونو په اړه د څېړنو د ملاتړ لپاره جوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۷ز.کال لپاره وړاندیز شوې پروګرامي بودجه ۳.۳ میلیارډ ډالرو ته رسېږي، چې د ۲۰۲۶ز.کال له تصویب شوې بودجې څخه شاوخوا ۱.۲ سلنه کموالی ښيي.

ګوټرش ویلي، دغه بودجه د اصلاحاتو، کاري وړتیا لوړولو، حساب‌ورکونې پیاوړتیا او د ټاکل شویو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د سرچینو د اغېزمنې کارونې په برخه کې د ملګرو ملتونو د روانو هڅو څرګندونه کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اوسپنې‌پټلۍ ادارې عمومي رییس د ایکو په سیمه‌ییزه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړ

ټاکل شوې، چې عبدالکریم فاتح په دې غونډه کې د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ د اوسني وضعیت، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه وینا وکړي او د سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په تړاو د غړیو هېوادونو له استازو سره خبرې وکړي.

Published

on

د اوسپنې‌پټلۍ ادارې عمومي ريیس عبدالکریم فاتح د یوه تخنیکي پلاوي پر مشرۍ د اقتصادي همکاریو ټولنې(ایکو) په سیمه‌ییزه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته روان شو.

ټاکل شوې، چې عبدالکریم فاتح په دې غونډه کې د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ د اوسني وضعیت، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه وینا وکړي او د سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په تړاو د غړیو هېوادونو له استازو سره خبرې وکړي.

تمه ده، چې په دې غونډه کې د افغانستان ګډون به د ایکو د غړیو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې‌پټلۍ په برخه کې د ګډو همکاریو، د پانګونې د فرصتونو او د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې د پرله‌پسې سرغړونو له کبله بندې شوې

د بي‌بي‌سي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

Published

on

 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څار رییس صفي‌الله رائد ويلي، په افغانستان کې د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې د« پرله‌پسې سرغړونو» له کبله بندې شوې دي.

د بي‌بي‌سي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!