تازه خبرونه
د جمعیت گوند مشرانو قانوني د ولسمشر د لومړي مرستیال په توگه ونوماوه
د جمعیت گوند مشرانو د مارشال محمد قسیم فهیم په کور کې پرېکړه وکړه، چې د ولسي جرگې غړی محمد یونس قانوني دې د فیهم په ځای د ولسمشر د لومړي مرستیال په توگه ونومول شي.
ویل شوي، چې دا پرېکړه د جمعیت او شورای نظار د مشرانو په غونډه کې رامنځته شوې ده.
له دې مخکې ویل شوي ول، چې ولسمشر کرزی د جمعيت له څلور غړيو؛ دفاع وزیر بسم الله محمدي، د ولسي جرگې د غړي محمد یونس قانوني، د بلخ د والي عطا محمد نور او د سولې عالي شورا د ريیس صلاح الدین رباني له منځه یو تن د مارشال فهیم ځای ناستی نوموي او ولسي جرگې ته به یې د تایید لپاره معرفي کړي.
د جمعیت گوند د مشرانو په پرونۍ غونډه کې ټينگار وشو، چې محمد یونس قانوني ته دې دا چوکۍ ورکړشي.
ټاكل شوې په ولسمشرۍ ماڼۍ كې نن (د كب۲۷) په دې اړه بحث وشي او محمد يونس قانوني په رسمي توگه د مارشال محمد قسيم فهيم په ځاى وټاكل شي او ولسي جرگې ته د تاييد لپاره وروپېژندل شي.