تازه خبرونه
د جمعې پر ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه مشورتي جرګه جوړیږي
په کابل کې د څلورسوه طالب بندیانو د خوشي کولو د پرېکړې په اړه تر راتلونکیو څلور ورځو مشورتي جرګه جوړیږي.
د سولې مشورتي جرګه، طالب بندیان، د تاوتریخوالي کموالی او د سولی خبرو پيل په روانه اوونۍ کې د حکومت مهم بحثونه دي.
حکومت پرېکړه کړې، چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو په موخه تر راتلونکیو ۴ ورځو د سولې مشورتي جرګه را وبولي.
د دغې جرګې غړي به د سولې مشورتي شورا او ملي پخلاینې عالي شورا غړي وي.
ولسمشرۍ ویلي، تراوسه روښانه نده، چې څوک به د دې جرګې مشري کوي.
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي وایي: مشورتي لویه جرګه د زمري پر ۱۷ یا د اګست پر۷ تر سره کیږي او د سولې مشورتي لویې جرګې ته ورته به یې غړي د بېلابېلو مدني ټولنو ، رسنیو او سیمه ییزې شوراګانو استازي وي، چې په اوه به یې د دې جرګې د تر سره کولو کمیسیون سباته پوره جزئیات وړاندې کړي.
اوس پوښتنه داده، چې حکومت ولې د پېنځه زره طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه مشورتي لویه جرګه جوړه نه کړه؟
حقوق پوهانو ویلي؛ د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه د مشورتي لویې جرګې جوړېدل ننداریزه او سیاسي ګڼي او وایي، مشورتي لویه جرګه حقوقي اړخ نلري او په دې اړه پرېکړه هم نشي کولی.
د حقوقو پوهنځي استاد نصرالله ستانکزي د مشورتي جرګې له جوړېدو سره مخالفت کړی او وایي مشورتي لویه جرګه حقوقي اړخ نلري او نشي کولی حق العبدي ستونزه حل کړي. دا فردي حق دی. د ۴۶۰۰ بندیانو خوشې کول د حکومت خپله خوښه نه، بلکې د سیاسي فشارونو پایله وه. د جمعې ورځې کړنه یې یو ننداریز او سیاسي حرکت دی؛ که سر ه کرښه هم وباسي، اړینه دهؤ چې دا بندیان به خوشې کوي.
حکومت په داسې وخت کې د سولې مشورتي جرګې د را بللو پرېکړه کړې، چې تراوسه هم د کرونا ویروس د خپرېدو د ډېروالي وېره شته.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي احمد جواد عثماني ویلي، چې د روغتیایي سپارښتنو له په پام کې نیولو سره د جرګې جوړېدل ستونزه نلري.
په ورته وخت کې د ولسمشر دوه یم مرستیال سروردانش په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیال سره اړیکه نیولې او هغه ته یې ویلي، چې دا جرګه به د تېرو لویو جرګو تجربو ته په پام د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه مثبته پایله ورکړي.