نړۍ
د جمهوري غوښتونکیو بودجه ردولو د امریکا حکومت د ړنګېدو له ګواښ سره مخ کړ
د جمعې پر ورځ د امریکا په ولسي جرګه کې سخت دریځو جمهوري غوښتونکیو د حکومت د لنډمهالي تمویل لپاره وړاندیز شوې بودجه رد کړه، چې ورسره د یکشنبې پر ورځ د فدرالي ادارو د بندېدو شونتیا تړلې ده.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسي جرګې د ۲۳۲ موافقو او ۱۹۸مخالفو رایو د ۳۰ ورځو لپاره د حکومت د بودجې د غزېدو وړاندیز رد کړ او د هغې د بندیدو پرېکړه یې وکړه. دا لایحه لګښتونه کموي او مهاجرت به محدود کړي.
جمهوري غوښتونکي د ۲۲۱ غړیو پر لرلو ولسي جرګه څاري. که د یکشنبه د ورځې د شرقي وخت تر ۱۲:۰۱ پورې ونهغزول شي؛ نو ملي پارکونه، تر۴ میلیون فدرالي کارمندانو معاشونه او هر څه له مالي څارنې نیولې تر پوهنیزو څېړنو پورې هرڅه به ودرول شي.
له رایې ورکولو وروسته د ولسي جرګې رییس کیون مک کارتي وویل، چې جرګه اوس هم کولی شي د محافظه کارو پالیسیو پرته، چې دیموکراتان یې له ځانه ګوښه کړي؛ د بودجې تمدید تصویب کړي، خو په اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه. تمه ده، چې دغه پارلمان به د شنبې پر ورځ لا زیاتې رایې واچوي.
هغه خبریالانو ته وویل: له کاره لاس پرسر کېدا یوازې د ناکامۍ معنا لري.
دا څرګنده نده، چې آیا مشرانو جرګه یا سنا به پخپل وخت عمل وکړي او که نه. جرګه باید د شنبې پر ماسپښین دوه ګوندیزه لایحه، چې د نومبره تر ۱۷ به حکومت تمویلوي ؛ بیا کتنه وکړي، خو د کړنلارې له مخې د سې شنبې تر ورځې پورې به وروستۍ رایې وځنډوي.
د امریکا د خزانې وزیر جینت یلن د جمعې پر ورځ ویلي، چې د حکومتي کارونو د بندېدا شونتیا به د امریکا اقتصادي پرمختګ او کوچنۍ سوداګري او د ماشومانو پروګرامونه اغېزمن کړي او کولی شي د سترو بېخبناوو بیا رغونه وځنډوي.
دا به په تېره یوه لسیزه کې د بودجې څلورم خنډ او ځنډ وي.
د امریکا ولسمشر جوبایدن خبرداری ورکړی، چې دغه بندیز به وسلهوالو ځواکونو ته درانده زیانونه واړوي.
دیموکرات بایدن د مارک میلي د تقاعد په مراسمو کې ویلي: مونږ په داسې حال کې، چې سرتېرو مو ځانونه سبر کړي سیاست وکړو.دا له وظیفې څخه په کلکه سرغړونه ده.