تازه خبرونه

د جمهوریت تر چتر لاندې ټول افغانان برابر دي – اشرف غني

Published

on

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې پر ورځ د اهل تشیع علماوو شورا له غړیو سره په ارګ کې د لیدنې پر مهال څرګنده کړې، چې د جمهوري ریاست په سیسټم کې لاسومنه به د هېواد لپاره ستره بیه ولري؛ ځکه، چې دمګړۍ یې تر چتر لاندې ټول افغانانو خوندي او برابر دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې؛ ولسمشر غني د شیعه عالمانو د شورا له غړیو سره په خبرو کې ویلي: جمهوریت یو چتر او بستر دی، چې د ټولو افغانانو مساوات په کې تامین دي.

غني زیاته کړې: زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونو په جګړه کې بر لاسي دي او د افغانستان اسلامي جمهوریت بشپړ نړیوال مشروعیت لري او امریکا د افغان حکومت او زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملګرې ده.

ارګ په ډاګه کړې: په دې کتنه کې، چې د جمهوري ریاست دوه یم مرستیال سرور دانش او په امنیتي او سیاسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار محمد محقق هم حضور درلود.

غني دا هم وویل: له نړۍ او سیمې سره د سولې د اهدافو په ټاکلو کې د یوه خپلواک افغانستان ډاډ ترلاسه کول دي، چې ملي حاکمیت، ډیموکراسي او ملي یووالي څخه برخمن وي.

نوموړي ټینګار څرګند کړ، چې مونږ عذر او تسلیمۍ ته حاضر نه یو او دا ډول سوله غواړو، چې بقا، هوساینه او ملي یووالی په کې وي.

د دغې شورا مرستیال محمد اکبري څرګنده کړې؛ دغه شورا د اسلامي ورورولۍ او ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره کار کوي، په هېواد کې د سولې د تامین او جګړې دپای ته رسېدو غوښتونکې ده، د اساسي قانون او د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له ساتنې خپل ملاتړ څرګندوي.

د یادونې ده، چې د اهل تشیع علماوو شورا جوړښت د عمومي مجمع، اجرائیه شورا او د مرکزي کمیسیونونو او ولایتي شوراګانو څخه جوړه او شمېر یې ۶۵ کسانو ته رسېږي.

Trending

Exit mobile version