تازه خبرونه

د جمهوریت نیمګړتیاوو د سولې په خبرو کې د حکومت دریځ کمزوری کړی

Published

on

د ملي پخلاینې عالي شوری مشر ویلي، چې د جمهوریت نیمګړتیاوو له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د حکومت دریځ کمزوری کړی دی.

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې جوړو شویو مراسمو ته د وینا پر مهال د ملي پخلاینې عالي شوری مشرعبدالله عبدالله ویلي، چې په افغان سوله کې د میرمنو ونډه او نظرونه مهم دي.

ده زیاته کړې، چې د جمهوریت نیمګړتیاوو د سولې په خبرو کې د دوی دریځ لړزانده کړی دی.

د ملي پخلاینې عالي شوری مشر وايي؛ په افغانستان کې سیاستوال پاشلي دریځونه لري، چې دا حالت د خلکو د سولې د غوښتنې له غږ سره مرسته نکوي.

هغه د افغان سولې لپاره د امریکا نوې کړنلارې ته نغوته وکړه او وایي، چې د نظرونو له وړندې کولو وېره نده په کار، بلکې دا نظرونه باید د سولې د بهیر د چټکوالي لپاره وکارول شي.

عبدالله عبدالله وایي: د اندونو له وړاندې کولو باید وېره ونلرو؛ اندونه وړاندې کیږي، چې باید بحث او خبرې پرې وشي او نیمګړتیاوې یې پوره شي او که ستونزې لري، باید په ډاګه شي.

د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي د سولې په خبرو کې خپله ونډه کمه وبلله او وېره یې وښوده، چې د ښځو په اړه د طالبانو دریځ ندی بدل شوی او داسې ښکاري، چې ښځې یوې ډدې ته شوې دي.

افغان میرمنې په داسې حال کې د خپلو حقونو د له لاسه وتو وېره ښیي، چې په وروستیو کې یو شمېر میرمنې په موخه ییزو بریدونو کې ووژل شوې.

Trending

Exit mobile version