تازه خبرونه
د جنسي تېري په اړه له طالبانو سره په نښته کې ۳ عام وګړي وژل شوي
تخار د پولیسو ویاند ویلي؛ د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د خلکو او طالبانو ترمنځ په نښته کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د تخار پولیسو ویاند خلیل اسیر ویلي؛ د دوشنبې پر ورځ مازیګر مهال د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ خلکو د دې ولسوالۍ په دارالعلوم سیمه کې د طالبانو پر یوه زندان برید وکړ، چې پر دوه تنکيو نجونو د جنسي تېري عاملان ونیسي او سزا ورکړي؛ خو د طالبانو په ډزو کې درې عام وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه اوونۍ وړاندې د خواجه غار ولسوالۍ یوه اوسیدونکي ادعا وکړه، چې طالبانو یې پر دوه تنکیو لوڼو جنسي تېری کړی؛ خو طالبانو دغه ادعا نده تائید کړې.
طالبانو پر زندان د برید او اوښتي ځاني زیان په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
