نړۍ
د جنوبي آفریقا ولسمشر پر کرونا ویروس اخته شو
د سویلي آفریقا ولسمشرۍ پرون (یکشنبه د لیندۍ ۲۱) په ډاګه کړه، چې د دې هېواد ولسمشر سیرل رامافوسا پر کرونا ویروس اخته شوی دی.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ رامافوسا پرون د کیپ ټاون له مراسمو وروسته د ناروغۍ احساس وکړ او آزموینه مثبته څرګنده شوه.
سرچینې زیاته کړې؛ د جنوبي آفریقا ولسمشر، چې د کرونا پر وړاندې بشپړ واکسین شوی؛ اوس په قرنطین کې دی او د یوې اوونۍ لپاره یې ټول واک خپل مرستیال ډیویډ موبوزا ته سپارلی دی.
په سویلي آفریقا کې د اومیکرون نومي کرونا ویروس نوی بڼه پیژندل شوې؛ خو دا اوس هم ندي اعلان شوې، چې آیا رامافوسا پر نوې بڼې اخته شوی او که نه.