نړۍ
د جنوبي کوریا له سیلاب ځپلي تونله اووه مړي راووېستل شول – ژغورونکي
رویترز راپور ورکړی، چې د یکشنبې پر ورځ د جنوبي کوریا په مرکزي برخه کې د سختو بارانونو له کبله له یوه ډوب شوي تونل څخه د اووه کسانو مړي وموندل شول او ویل کیږي، چې له څو ورځنیو سختو بارانونو ۳۳ کسان مړه شوي دي.
د لويديځ چيونګجو د اور وژنې مرکز مشر سيو جونګ ايل ويلي؛ اټکل کېږي، چې د يوه بس په ګډون ١٥ موټرونه د ښار په سيلابونو کې ډوب شوي وي.
سیو جونګ ایل خبریالانو ته څرګنده کړې: مونږ د لټون پر عملیاتو پوره راڅرخو؛ ځکه، چې هلته ډېر خلک دي او هڅه کوو، چې نن یې بشپړ کړو.
هغه وایي؛ په تونل کې د مړو شمېر اووه کسانو ته رسېدلی دی.
د کورنیو چارو او خوندیتوب وزارت په ډاګه کړې، چې د سهار تر ۱۱ بجو (0200 GMT) ۱۰ کسان ورک شمېرل شوي دي.
دغه راز په ټول هېواد کې د سختو بارانونو، ځمکې ښویېدنې او سیلابونو له کبله ۷۸۶۶ کسان د وتلو په حال کې دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ډوب شوي تونل کې دا د خلکو کره شمېر نهدی، ځکه اوس هم د ډوبو خلکو شمېر ناڅرګند پاتې دی.
د جنوبي کوریا د اوسپنې پټلۍ شرکت له شنبې راپدیخوا د ځمکې ښویېدنې، سیلابونو او د ډبرو د رالوېدو له کبله ټول ورو او چټک ریلګاډي د خوندیتوب لپاره درولي دي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول، چې دمګړۍ په یوه بهرني سفر کې دی؛ لومړي وزیر هان داک سو ته سپارښتنه کړې، چې د ځاني زیانونو د کمولو لپاره خپلې ټولې سرچینې وکاروي.
ویل کیږي، چې د اټکل له مخې به نن یکشنبه په جنوبي کوریا کې ډېر باران ووریږي.