لوبی

د جودو نړیوال فډراسیون د پوتین افتخاري مشري وځنډوله

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د جودو نړیوال فډراسیون د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین افتخاري مشري ځنډولې ده.

راپور زیاته کړې؛ د جودو نړیوال فډراسیون (IJF) نن (یکشنبه د کب ۸) پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې د پوتین افتخاري مشري وځنډوله.

دغه فډراسیون په ډاګه کړې؛ په اوکراین کې د جګړې له کبله د جودو نړیوال فډراسیون د پوتین افتخاري مشري او د جودو د نړیوال فډراسیون د استازولۍ دنده ځنډولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دیارلس کاله مخکې پوتین د دغه فډراسیون افتخاري مشر ټاکل شوی و.

Trending

Exit mobile version