تازه خبرونه

د جوزجان د یتیم تاق د ۳۶ ګڼې ګازي څاه د کیندنې چارې بشپړې شوې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۶, ۱۳۹۹)

د کانونو او پترولیم وزارت ویلي، چې د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د ۳۶ ګڼې ګازي څاه د کیندنې کار په پوره بریالیتوب پای ته رسیدلی او استخراج ته هم چمتو شوې ده.

دغه وزارت څرګنده کړې، چې له تېرو ۴۰ کلونو راپدیخوا دا د کانونو او پترولیم وزارت تر مدیریت لاندې د ګازو دوه یمه څاه ده، چې کیندنه یې په پوره بریالیتوب تر سره کیږي.

دغه وزارت زیاته کړې؛ د دې څاه ژوروالی ۱۶۰۰ متره دی، چې له استخراج شوي ګاز څخه به یې بیات پاور او غضنفر ګروپ، د مزار شریف د سرې او برښنا کارخانې او د ګازو نور لګوونکي د اړتیا وړ کار ترې واخلي.

له دې مخکې د روان کال په لومړیو کې همدلته د طبیعي ګازو د استخراج د ۳۲ څاه کیندنه په بریالیتوب بشپړه شوې او ګټه ترې پورته کیږي.

دغه وزارت په ډاګه کړې، چې د دې دوه څاګانو د طبیعي ګازو د استخراج له  پیلیدو سره به د افغان ګازو تولیدي وړتیا په یوه شپه او ورځ کې ۳۰۰ متر مکعب متره ته لوړه شي.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، د دولت په کلني عاید کې به پر پانګوالو د ګازو له پلور څخه شاوخوا ۸ میلیون دالر ډېر شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دغو دوه څاګانو په تخنیکي او امنیتي برخو کې شاوخوا ۲۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

Trending

Exit mobile version