سیمه ییز خبرونه

د جوزجان قرقين او خم آب ولسوالۍ د وركيدو له گواښ سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د جوزجان سيمه ييز چارواكي خبردارى وركوي، چې:

كه د آمو سيند د ورانيو مخه ونه نيول شي، تر درې كلونو به قرقين او خم آب ولسوالۍ د افغانستان په جفرافيه كې نه وي.

هر كال د آمو سيند د څپڅانده كيدو له كبله لسگونه جريبه ځمكه او د استوگنې كورونه ويجاړيږي، چې اړوند مركزي چارواكو د دې ستونزې د مخنيوي لپاره تراوسه څه نه دي كړي.

په شمال كې آمو سيند د جوزجان او گاونډ تركمنستان ترمنځ گډه پوله جوړوي.

د جوزجان ولايتي شورا رييس عبدالحى حيات وايې:

له څو كلونو را پديخوا هركال د آمو د سيند په څپڅانده كيدو د سيمې خلكو ته درانده مالي زيانونه اوړي او د دې ولايت ډېره ځمكه د اوبو څپو وړې ده.

د جوزجان والي مرستيال فقير محمد جوزجانى يوځل بيا دولت ته خبردارى وركوي، چې كه د دې ستونزې مخه ونه نيسي، تر درې كلونو به د قرقين او خم آب ولسوالۍ  د افغانستان په جغرافيه كې نه وي.

نوموړى زياتوي:

دولت څو ځله د آمو سيند د غاړو د تحكمياتو ژمنې كړي؛ خو تراوسه نه دي عملي شوي.

ده هيله وښوده، چې دولت به په دې برخه كې عملي پرېكړه وكړي.

دا لومړى ځل نه دى، چې سيمه ييز چارواكي دا ډول اندېښنې ښكاره كوي، بلكې له څو كلونو را پديخوا دوى او د سيمې خلك د آموسيند له ورانيو اندېښمن دي.

دې سيند په بلخ، تخار او كندز كې هم ډېرې ځمكې ويجاړې كړي او خلكو ته يې پراخ مالي زيانونه اړولي دي.

Trending

Exit mobile version