تازه خبرونه

د جوزجان والي مرستیال خپل زوی له دندې ګوښه کړ

Published

on

د جوزجان ولایت د والي مرستیال مولوي ګل محمد سلیم خپل زوی له دندې ګوښه کړی دی.

د باخترآژانس د څرګندونو له مخې: په دولتي اداروکې د چارواکو د زامنو او منسوبينو د ګوښه کولو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې؛ د جوزجان ولايت مرستيال خپل زوى له دندې ګوښه کړ او يو بل کس يې پر دنده ګومارلى دى.

د مولوي ګل محمد سلیم زوی د جوزجان ولایت په امنیه قومندانۍ کې ساتنمن و.

د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري تېره ورځ په صادر شوي فرمان کې د خپلواکو وزارتونو او ادارو ټولو مسوولینو ته سپارښتنه شوې وه، چې د کورنیو اړیکو او شخصي اړیکو پر بنسټ له ګومارنو ډډه وکړي.

Trending

Exit mobile version