سیمه ییز خبرونه
د جوزجان په آقچه ولسوالۍ كې ناوې ځانوژنه كړې
د دغه ولايت د امنيه كوماندانۍ جنايي مدير وايي:
د جوزجتن ولايت په آقچه ولسوالۍ كې يوې۲۰ كلنې ناوې د پكي په چنگك كې پر خپل ټيكري ځان را ځړولى او مړه شوې ده.
پوليسو د ښځې ميړه په پېښه كې د تړاو په تور نيولى دى.
د جوزجان په آقچه ولسوالۍ كې له تېرو دوه مياشتو را هيسې هاجره نومې دوه يمه ښځه ده، چې ځان وژنه كوي.
د جوزجان ولايت جنايي مدير عبدالمالك ممنون وايي:
دا ښځه شل كاله عمر لري او له واده يې دوه مياشتې تېرې شوې دي.
د دې سرچينې په وينا:
تر اوسه د پېښې لامل روښانه نه دى، خو د دغه ولايت د جنايي جرمونو په وړاندې دمبارزې مسوولين وايي، چې كيداى شي دې ښځې د كورني تاوتريخوالي له امله ځان وژنه كړې وي.
د ښځو د حقونو فعالان وايي:
په افغانستان كې ډېر ودونه معمولا د كورني تاوتريخوالي او په ځينو وختونو كې د ځان وژنې لامل كيږي.
د جوزجان د ښځو چارو رياست د شمېرنې له مخې په روان كال كې د دغه ولايت د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۹۳ پېښې ثبت شوي، چې د ښځو وژل او ځان وژنې هم په كې شاملې دي.
