سیمه ییز خبرونه

د جوزجان په قوش تپه او درزاب ولسواليو كې د نوم ليكنې ۶۰ سلنه مركزونه تړل شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د جوزجان امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني وايي، چې د دغه ولايت په قوش تپې او درزاب ولسواليو كې د ناامنيو له كبله د نوم ليكنې شپيته سلنه مركزونه تړل شوي دي.

نوموړى زياتوي، چې تېر كال د درزاب ولسوالۍ اتيا سلنه د وسلوالو مخالفينو په ولكه كې وه ، خو اوس د دغې ولسوالۍ ډېرې برخې د دولت په ولكه كې دي.

د ښاغلي جوزجاني په وينا، د وسلوالو مخالفينو د تبليغاتو له كبله د ټاكنو په بهير كې د ښځو گډون كم شوى او ښځې د نوم ليكنې مركزونو ته له تلو وېره لري.

جوزجان ولايت د هېواد په شمال كې پروت دى، چې پېنځه ولسوالۍ لري او د هغوى له جملې څخه د قوش تپې، آقچې او درزاب ولسوالۍ ناامنې ولسوالۍ دي.

Trending

Exit mobile version