تازه خبرونه
د جو بایدن پښه له خپل سپي سره د لوبې پر مهال ماته شوه
د یورو نیوز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشرۍ ته غوره شوي جو بایدن له خپل سپي سره د لوبې پر مهال پر ښۍ پښه ټپي او د رغېدو لپاره به تر څو اوونیو به ګچ او تړل شوې وي.
پېښه د شنبې پر ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې ۷۸ کلن بایدن له خپل آلماني نژاده میجر نومي سپي سره لوبېدو.
جو بایدن، چې د نومبر د درېیمې په ټاکنو کې یې د ټاکنیزو حوزو رایې ګټلې؛ ټاکل شوې، چې د جنورۍ پر ۲۰ په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشرۍ لوه وکړي.
جو بایدن، چې د امریکا له ټولو ولسمشرانو ډېرعمر لري؛ له هغه سره به خپل دوه جرمني نژاده سپي(چمپ او میجر) چې په ترتیب یې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۸ کلونو کې د کورنۍ غړي پاتې دي؛ هم سپینې ماڼۍ ته ولیږدوي.
چمپ سپینې ماڼۍ ته هغه مهال پښه وردننه کړې وه، چې جو بایدن د ولسمشر اوباما مرستیال و؛ خو دا به لومړی ځل وي، چې میجر وردننه کیږي.
په امریکا کې له دود سره سم سپینې ماڼۍ ته د ولسمشر د سپيو ننوتل هغه لومړی سپی یادوي.