تازه خبرونه

د جګړې له کبله د اګست په ۹ ورځو کې د ۴۰۴۲ ټپیانو درملنه شوې – د سره صلب کمېټه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۹, ۱۴۰۰)

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د روانې اګست میاشتې له لومړۍ نېټې څخه بیا تر دا مهاله یې په افغانستان کې د جګړې د څه باندې ۴۰۰۰ ټپيانو درملنه کړې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې (آی سي آر سي) نن (سې شنبه د زمري ۱۹) په ډاګه کړې، چې په تېرو ۹ ورځو کې یې د روانې جګړې له ۴۰۰۰ ډېر کسان تر درملنې لاندې نیولي دي.

د سره صلیب کمېټې څرګنده کړې؛ د اګست له لومړۍ نېټې څخه په ۱۵ روغتیایي مرکزونو کې د ۴۰۴۲ ټپیانو درملنه شوې، چې پر وسلو لګېدلي او دا په افغانستان کې د تاوتریخوالي زور ښيي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې همدارنګه په ډاګه کړې؛ په تېره جولای میاشت کې له ۱۳۰۰۰ ټپیانو سره مرسته شوې وه.

د آی سي آر سي د څرګندونو له مخې؛ په وروستیو څو ورځو کې د کندوز او لښکرګاه د ښارونو له جګړو  سلګونه ملکي وګړي ټپیان شوي، برښنا یې پرې شوې او د اوبو رسولو شبکې هم زیانمنې شوې دي.

سره صلیب زیاته کړې؛ له جنګ ځپلیو ښارونو ګڼې کورنۍ د کورونو پرېښودوته اړ دي؛ خو د وتلو امکانات نلري.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې ځانونه له زغم برخمن کړي؛ د ملکي وګړیو، استوګنځیو او روغتونونو خوندیتوب ته ډېر پام راواړوي.

دې کمېټې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړې؛ آی سي آر سي او افغان سرې میاشتې ټولنې ته اجازه ورکړئ، چې ټپیان له سیمو ولېږدوي او اړمنو کسانو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

دغه راز تېره ورځ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف څرګنده کړې، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د افغانستان لږ تر لږه ۲۰ ماشومان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان دي.

د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو له وروستي کېدو سره  طالبانو د ستراتیژیکو او ګټورو سرحدي بندرونو په ځانګړي توګه له پاکستان سره نږدې د سپین بولډک څارنه خپله کړې او د ځینو سرچینو د څرګندونو له مخې د ۶ ولایتونو مرکزونه هم وسلوالو طالبانو نیولي او پر نورو ښارونو جګړه روانه ده. 

Trending

Exit mobile version