تازه خبرونه

د جګړې په ډګرونو کې د امریکایي ځواکونو شتون یوه جدي اړتیا ده- رادمنش

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع وزارت په راتلونکې کال کې له افغان ځواکونو سره د امریکایي ځواکونو شتون یوه جدي اړتیا بولي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو پخواني قومندان او د سي آی اې پخواني مشر متقاعد جنرال دیوید پتریوس خبرداری ورکړی، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو او نړیوالې ټولنې په وتو به دا هېواد د ترهګرو لپاره خوندي ځاله وګرځي. په داسې حال کې، چې  په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو د یوې نیمې لسیزې پوځي حضور د ترهګرۍ جرړې ونه ویستلې؛ خو ملي دفاع وزارت ټینګار کوي، چې په راتلونکي کال کې د امریکایي ځواکونو حضور یوه جدي اړتیا ده.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایي، تر اوسه له افغانستان څخه د تروریزم ریښه بشپړه ایستل شوې نه ده. مونږ د افغان ځواکونو تر څنګ د جګړې په ډګرونو کې امریکایي او ناتو ځواکونو ته ډېره اړتیا لرو. مونږ له بهرنیو همکارانو غواړو، چې په راروان پسرلي کې زمونږ مرسته وکړي.                

د امنیتي چارو شنونکی عبدالهادي قریشي وایي، کلونه کلونه کیږي، چې په افغانستان کې د جګړې اوربل دی او په تېرو څو کلونو کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د سترې برخې په وتو به وضعیت نور هم کړکیچن شي.

د نوموړي ټینګار کړی؛ له نړیوالو ځواکونو څخه دې وغوښتل شي، چې د ترهګرو پر پټنځایونو دې تمرکز وکړي.

دا مهال څه باندې دولس زره بهرني سرتېري په افغانستان کې شتون لري، چې د ۲۰۲۰ کال تر پایه به حضور ولري. دغه ځواکونه افغان ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي او د هغوی د تجهیز چارې هم په غاړه لري؛ خو افغان ځواکونه وایي، چې بهرني ځواکونه دې  په راتلونکي پسرلي کې له دوی سره د جګړې ډګرونو ته ولاړ شي او د ترهګرو د ځپلو په ماموریت کې دې ور سره برخه واخلي.

خبریال : علي اصغري

Trending

Exit mobile version