سیمه ییز خبرونه

د جگړې ښكېلې غاړې بايد ښوونځي او زده كوونكې په نښه نكړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

سولې ته د رسيدو يوازنۍ لار په افغانستان كې  د علم او پوهې د كچې لوړول دي. د پوهنې وزير فاروق وردگ د دغه مطلب له څرگندولو سره زياتوي، چې ښوونځۍ د الله پاك او دين پېژندنې يوازنۍ ځاى دى.

نوموړى د دولت له وسلوالو مخالفينو غواړي، چې د دوى د جگړې لورى بايد پوځيان وې، نه ښوونځي ته تلونكي زده كوونكي.

دا په داسې حال كې ده، چې د پوهنې وزارت په تېره يوه لسيزه كې له صفر څخه تر دوه څلويښت سلنې پورې پرمختگ كړى دى.

افغان وگړي تل په ښوونځيو كې د مسلكې ښوونكيو د لږوالي او د زده كړې د ناسم ميتود له كبله نيوكه كوي.

Trending

Exit mobile version