تازه خبرونه

د حاکم د کمزورتیا اثر پر رعیت وي او د نظام جوړښت د رعیت جوړښت دی – شیخ محمد خالد الحنفي

Published

on

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت چارسمبالي شیخ محمد خالد (الحنفي) نن په کندوز ولایت کې یوې سترې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال د حکومت مسوولینو ته په خطاب کې ویلي؛ دا یو فرصت وګڼئ د خلکو د خدمت چارې در پرغاړه دي، ځانونو ته باید متوجه شوو، د حاکم د کمزورتیا اثر پر رعیت وي او د نظام جوړښت د رعیت جوړښت دی.

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي له هغو افغانانو، چې په تېره اداره کې یې کار کولو او اوس له هېواده بهر دي هم غوښتي، چې راشئ له خپلو شخصي منافعو تېر شئ، ملي او دیني منافع په نظر کې ونیسئ په پردیو هېوادونو کې عزت نه‌شي ترلاسه کیدلی.

شیخ محمد خالد الحنفي زیاته کړې، چې په تېرو شل کلونو کې دلته په یو او بل نوم د منکراتو د ترویج لپاره سرمایه ګذاري شوې ده. اوس مونږ باید ذهنیت سازي وکړو، چې د منکراتو مخنیوی وشي.

نوموړي ویلي د اسلامي نظام له راتګ سره ډېر سمون رامنځته شوی. د منکراتو په مخنیوي کې د خلکو شخصیت او احترام په نظر کې ونيسئ، که څوک د چا شخصیت او حرمت تر پښو لاندې کړي هغه به محکمې ته معرفي کیږي.

د یاد وزارت چارسمبالي همدا راز ویلي؛ په افغانستان کې پر ښځو د محدوديت دعوه داران دې په هغو هېوادونو کې د ښځو د حقوقو غږ پورته کړي، چې د حجاب حق ترې اخیستل کیږي او له حجاب سره آن د تعلیم حق نه ورکول کیږي.

دغه راز ویل کیږي؛ مونږ د ښځو ټولو هغو حقوقو ورکولو ته ژمن یوو، چې زمونږ دین او زمونږ فرهنګ یې په ورکولو قایل وي.

Trending

Exit mobile version