تازه خبرونه
د حج، ارشا او اوقافو وزارت چارسمبالی د ملاتره خېل د محاکمې غوښتونکی شو
د حج، ارشاد او اوقافو وزارت چارسمبالي ښاغلي منیب رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د تېرې جمعې پر ورځ د ولسي جرګې پخواني غړي ملاتره خېل او د هغه څو نږدې کسانو د ارګ په جومات کې د ده سپکاوی کړی او فزیکې شخړه یې ور سره کړې ده.
ملا تره خېل بیا د ښاغلي منیب څرګندونې تشه ادعا بولي او څرګندوي، چې د حج او اوقافو وزارت له سرپرست سره یې فزیکي شخړه نده کړې.
هغه زیاته کړې، چې ما منیب ته د خلکو د شکایتونو خبره کوله؛ خو اوریدو ته یې ټینګ نشو.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، چې د حج، ارشاد او اوقافو له سرپرست وزیر سره د شوي چلند به جدي پلټنه وشي.
ملاتره خېل ته نږدې پېنځه کسان، چې ښاغلی منیب یې ده ته په سپکاوي تورنوي؛ وزیر تره خېل او حاجي خان تره خېل هم په کې شامل دي.