تازه خبرونه

د حج مراسم د کرونا له کبله د لږ شمېر حاجیانو په ګډون پیل شول

Published

on

د چارشنبې پر ورځ له څو ورځو له تېریدو وروسته یوازې د سعودي عربستان حاجیانو ته د مکې مکرمې پر لوري په داسې حال کې د ورتګ اجازه ورکړ شوه، چې کوچنۍ ډلې شي، د مخ ماسک وکاروي، د خوړو او څښاک لپاره خپل لوښي ونه کاروي.

د روان کال په لومړیو کې سعودي چارواکو په ډاګه کړه، چې د کرونا ویروس د خوریدو له کبله به یوازې  ډېر لږ سعودي میشتې د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

هر کال به څه نا څه دوه میلیون حاجیانو د حج مرسم تر سره کول؛ خو سږکال به دا شمېر د ۱۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ وي او د دې پرځای، چې د دعا لپاره اوږه په اوږه ودریږي؛ حاجیان اوس په ۲۰ کسیزو ډلو کې روانیږي، ټولنیز واټن او روغتیایي سپارښتنو ته به پوره غاړه ږدي.

که څه هم د سعودي حکومت سږکال د حاجیانو کره شمېر په ډاګه کړی ندی؛ خو د هغو کسانو لپاره، چې د چارشنبې پر ورځ رارسیدلي؛ د حج له پیل کیدو دمخه باید لازم تدابیر په پام کې ونیول شي.

د دوی ټولو کرونا کتل شوې، ورکړ شوي کلیک بانډونه یې له ګرځند سره نښلول کیږي، چې د دوی حرکتونه وڅارل شي او د مراسمو تر پیلیدو به د مکې مکرمې د هوټلونو په کوټو کې قرنطین وي.

د حاجي صاحبانو حج به د یکشنبې پر ورځ پای ته ورسیږي او بیا به دوی یوه اوونۍ بله په قرنطین کې تېروي.

له میاشتو راپدیخوا مکه مرمه بنده شوې او نړیوال رسنیو ته به اجازه ورنکړ شي، چې د روان کال د حج مراسم تر پوښښ لاندې راولي. پرځای به یې د سعودي حکومت د چهارشنبې پر ورځ له لوی جومات څخه مراسم په ژوندۍ بڼه خپرږي.

حاجیانو ته به اجازه نه وي، چې سږکال پر کعبه لاس کیدی او حجرالاسود ښکل کړي او همدا رنګه نورې سپارښتنې هم ورته په پام کې نیول شوي دي.

د سعودي روغتیا وزارت حاجي صاحبانو ته ډاډمن خوندي چاپېریال برابر کړی؛ خو د سعودي د تېرې میاشتې پرېکړې د نړۍ په میلیونونه مسلمانان ناهیلي کړل.

په هر حال د حکومت لپاره دا یوه سخته پرېکړه وه؛ خو دا هر څه له کرونا ویروس سره د مباترزې او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره تر سره شوي دي.

سعودي عربستان تر دې دمه د پر کرونا ویروس د اخته کسانو ۲۵۰۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړي، ۲۵۲۳ یې مړه شوي، چې ډېر شمېر یې د عربي خلیج په هیوادونو کې دي.

Trending

Exit mobile version