تازه خبرونه

د حج په مراسمو کې پر وژل شویو کسانو ۵۲ نور هم ورزیات شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سعودي عربستان چارواکي وايي، د وروستي ټېل-ماټېل په پېښه کې د وژل شويو کسانو په رسمي شمېر کې دوه پنځوس نور هم ور زيات شول.

له دې سره د وژل شویو شمېر اووه سوه نهه شپېته او د ټپيانو شمېر نهه سوه څلوردېرش تنو ته پورته شوی دی.

د پنجشنبې په ورځ د حج په مراسمو کې د شيطان ويشتلو پرمهال د خلکو ټېل ماټېل پيل شو، چې د گڼو کسانو د مرگ و ژوبلې سبب شو.

دا له نولس سوه نویم میلادي کال وروسته تر ټولو خونړۍ پېښه گڼل شوې ده. هغه کال په ورته پېښه کې څوارلس سوه کسان مړه شوي وه.

د سعودي عربستان مهم مذهبي مشرشيخ عبدالعزيز الشيخ وويل، دغه غموونکې پېښه د انسان له وسه وتلې وه.

د سعودي پاچا د دې خونړۍ پېښې په اړه د تحقيقاتو امر کړى دى.

Trending

Exit mobile version