سیمه ییز خبرونه

د حرکت انقلاب اسلامي ګوند له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د حرکت انقلاب اسلامی گوند په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې له اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وكړ.

ښاغلي احمدزي په راتلونكو ټاكنو كې د درغليو پر مخنيوي ټينګار وكړ او ژمنه يي وكړه، چې د ټاكنو د ګټلو په صورت كې به د سولې په ټينګښت كې هڅه وكړي. هغه همدا راز د افغان پوځ پياوړتيا مهمه مسئله وبلله.

د محمد موسی هوتک په مشرئ د حرکت انقلاب اسلامی ګوند د ولسمشرۍ په راتلونكو ټاكنو كې له اشرف غني احمدزي ملاتړ وكړ.

د دغه ګوند مشر د هېواد اوسنیو شرایطو ته په كتو د سمون لپاره ښاغلى احمدزى غوره شخص وباله.

د ولسمشرۍ نوماند اشرف غنی احمدزي له حكومت څخه په ټاكنو كې د بې طرفۍ او له خلكو څخه د دې پروسې د څارنې غوښتنه وكړه، څو په ټاکنو کی له درغلیو مخنيوی وشي.

ډاكټر اشرف غني احمدزي په كونړ كې پر ملي اردو د وسله والو وروستۍ بريد، چې له كبله يي ۲۱ سرتېري ووژل شول، په كلكه وغانده او وايي، چې د ټاكنو د ګټلو په صورت كې به د ملي اردو د پياوړتيا لپاره هڅه وكړي څو له هېواد څخه د ساتنې جوګه وګرځي.

Trending

Exit mobile version