1393ټاكنې

د حزب اسلامي د شوراگانو اتحاد له زلمي رسول څخه ملاتړ اعلان كړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د حزب اسلامي د شوراگانو اتحاد د ولسمشرۍ له نوماند داكتر زلمي رسول څخه ملاتړ اعلان كړ.

د چهارشنبې په ورځ(د كب۱۴) د يوې غونډې په ترڅ كې د حزب اسلامي د شوراگانو اتحاد له زلمي رسول څخه ملاتړ څرگند كړ.

د حزب اسلامي دې ډلې پر زلمي رسول غږ وكړ، چې كه ولسمشر شي د ملي دولت د جوړولو، د حكومتي بنسټونو د غښتلي كولو لپاره بايد جدي كارونه وكړي.

دې غونډې ته زلمي رسول وويل، چې په ټاكنو كې د گوندونو فعاله ونډه د ټاكنو د رڼښت ډاډ رامنځته كوي.

د زلمي رسول لومړي مرستيال احمد ضيا مسعود وويل كه، په ټاكنو كې بريالي شي، يو مشاركتي حكومتي به جوړ كړي.

ده وويل: مثبت بدلونونه هغه وخت را تلاى شي، چې حكومت غښتلي وي.

داسې برېښې، چې د ټاكنو ورځې ته په ورنږدې كيدو د سياسي ډلو او گوندونو تر منځ د نوماندانو د ملاتړ ډلبندۍ هم مخ پر ځواكمنيدو دي.

Trending

Exit mobile version