تازه خبرونه

د حزب اسلامي ۷۵ بندیان له بنده خوشې شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د حزب اسلامي ۷۵ بندیان د پنجشنې پر ورځ( د مرغومي ۲۱) د څرخي پله له زندان د حکومت او حزب اسلامي د سولې تړون له مخې خوشې شول.

له حزب اسلامي سره د سولې د تړون یوه مهمه برخه د دې ګوند د بندیانو خلاصون دی. د بندیانو د خلاصون په دوه یم پړاو کې ۷۵ بندیان، چې اته دېرش یې په بګرام کې ساتل کیدل، له زندان خوشې شول.

د محاکمو د اړیکو رییس شامیر امیرپور وایي، زیاتره خوشې شوي کسان سیاسي افراد دي، چې له نظام سره د جګړې په جرم نیول شوي دي.

د حزب اسلامي استازی عبدالحی فقیري د دغو بندیانو له خوشې کیدو هرکلی کو او وایي؛ دغه کسان له لس تر شل کلونو پر بند باندې محکوم ول، چې د څو کلونو بند له تېرولو یې د بند په موده کې لږ وخت پاتې و.

دا دوه یم ځل دی، چې د حزب اسلامي بندیان خوشې کیږي؛ مخکې له دې۶۹ بندیان خوشې شوي وه. ویل کیږي؛ د حزب اسلامي څه باندې دوه زره پېنځه سوه کسان په زندانونو کې دي او ټاکل شوې وه، چې په دې پړاو کې دوه سوه بندیان خوشې شوي وای؛ خو د اداري پروسیجر د پېچلتیا پر دلیل د خوشې شویو کسانو په شمېر کې کموالی راغی.

خبریاله: لیدا نیازی

Trending

Exit mobile version