تازه خبرونه

د حزب اسلامي شوراګانو اتحاد د یوه تازه سیاسي بهیر په توګه خپل شتون اعلان کړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

 

د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي څخه بېلو شویو څېرو او د حزب اسلامي شوراګانو اتحاد نن شنبه( د مرغومي ۱۴) د یوه تازه سیاسي بهیر په توګه خپل شتون اعلان کړ.

د انجنیر ګلبدین حکمتیار پخوانيو یارانو په یوه جوړه شوې ناسته کې له هغه سره خپله لار بېله کړه. دوی د جمعه خان همدرد په رهبرۍ د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد په نوم نوی سیاسي جوړښت اعلان کړ.

د دغه سیاسي جوړښت مشري جمعه خان همدرد کوي، چې پخوا د ګلبدین حکمتیار له نږدې او جګپوړیو کسانو څخه و.

همدرد وايي؛ حکمتیار ونه توانید، چې په سیاسي ډګر کې د حزب د لوړ پوړیو غړیو غوښتنو ته انعکاس ورکړي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب د رهبرۍ غړی همایون جریر ويلي، چې د ګوندي ټاکنو په لړ کې د دغه ګوند یو شمېر کسانو غړیتوب له لاسه ورکړ.

حزب اسلامي د افغانستان له پخوانیو حزبونو څخه دی، چې پدې وروستیو کې یې مهمو غړیو له دغه ګوند څخه لاره بېله کړه. عبدالهادي ارغندیوال هم د حزب اسلامي په نوم د ځان لپاره بېل ګوند جوړ کړی دی.

Trending

Exit mobile version