سیمه ییز خبرونه
د حسن نصرالله د وژنې په غبرګون کې د پاکستان د کراچۍ ښاریانو لاریون ودرول شو
په دې لاریون کې لاریونوالو د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله انځورونه لاسونو کې پورته کړي وه؛ له پولیسو سره یې اخ وډب جوړ کړ او “مرګ پر امریکا” شعارونه یې پورته کړل.
د پاکستان حکومت د یکشنبې پر ورځ (د تلې پر اتمه) د کراچۍ ښاریانو هغه لاریون ودراوه، چې د اسرائیلو لخوا د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو په غبرګون کې یې غوښتل د امریکا قونسلګرۍ ته ور ننوځي.
په دې لاریون کې لاریونوالو د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله انځورونه لاسونو کې پورته کړي وه؛ له پولیسو سره یې اخ وډب جوړ کړ او “مرګ پر امریکا” شعارونه یې پورته کړل.
پولیسو اعلان وکړ، چې د لاریونوالوپر ډبرو ویشتلو اووه امنیتي سرتېري ټپیان شول او روغتون ته وړل شوي دي.
د پولیسو یوه چارواکي ویلي: پولیس اړ شول، چې د خلکو د خورولو لپاره له اوښکي بیوونکي ګاز او اوبو کار واخلي.
دغه راز زیاته شوې، چې د هغو کسانو پر ضد به جنايي قضیې ثبت شي، چې د لاریونونو پر مهال یې له تاوتریخوالي کار اخیستی دی.
د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې: د شیعه مذهبي سیاسي ګوند مجلس وحدت المسلمین، چې د ایران له ملاتړه برخمن ګڼل کېږي؛ د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کې دا لاریون جوړ او شاوخوا درې زره کسانو په کې برخه اخیستې وه.
ویل کیږي، چې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله د پنجشنبې پر ورځ په لبنان کې د اسرائیلو د هوایي برید له کبله وژل شوی دی.
