تازه خبرونه

د حشمت خان کرزي کورنۍ خپل یو زمري کابل ژوبڼ ته وسپاره

Published

on

 د حیوانانو او وحشي ژویو د ښې ساتنې او پالنې لپاره، د حشمت خان خلیل کرزي د کورنۍ له لوري یو افریقايي نژاده زمری کابل ژوبڼ ته وسپارل شو.

د کابل ژوبڼ رییس عزیزګل ثاقب ویلي: دا زمرۍ له نرینه افریقايي جنس څخه دی، چې نوم یې ( شیرا) دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا زمری لس کلن دی، ژیر رنګ او توره غاړه لري، چې په کابل ژوبڼ کې له شته درې زمریانو څخه بشپړ توپیر لري.

د یادونې ده چې، یو شترمرغ، ۱۶ چینايي مرغابۍ، دوه کلنګ او دوه تیتر هم د ډالۍ په توګه د حشمت خلیل کرزي د کورنۍ لخوا کابل ژوبڼ ته وسپارل شول.

Trending

Exit mobile version