سیمه ییز خبرونه

د حقوق پوهانو ټولنه: ولسمشر او د هغه مرستيالانو له اساسي قانون څخه سرغړونې كړې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له ولسمشره نيولې په افغانستان كې تر ميشتو نړيوالو ځواکونو پورې  ټول له اساسي قانون څخه سرغړونې كوي.

د ملي دفاع وزارت د شنبې په ورځ ( د مرغومي ۱۶ ) په كابل كې د اساسي قانون د اوونۍ په مناسبت غونډه جوړه كړې وه.

د اساسي قانون د تطبيق پر سر د څارنې كميسيون غړى امين احمدي وايې:

له كله، چې اساسي قانون توشېح شوى، د تطبيق پر وړاندې يې ډېرې ستونزې پرتې دي.

نوموړى زياتوي، له ولسمشر څخه نيولې په افغانستان كې تر مېشتو نړيوالو ځواكونو پورې ټول له اساسي قانون څخه سرغړونې كوي او دا يوه لوېه ستونزه ده.

دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې تېره اوونۍ ويلي وو، چې ولسمشر او د هغه مرستيالانو له اساسي قانون څخه سرغړونې كړې دي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت د حقوقو رئيس امين نورستانى وايې:

د اساسي قانون ۱۲۲ او ۱۳۴مادې ورته حق وركړى، چې  د دوى وسله وال منسوبين بايد په پوځي محكمو كې وپوښتل شي.

نوموړى همدارنگه وايې، د سترې محكمې مسئولين د اساسي قانون دا مادې له پامه غورځولي او پر دوى فشار راوړي، چې د ولسمشر د فرمان له مخې دا دوسيې بايد په ملكي څارنواليو كې وڅېړل شي.

د ملي دفاع وزارت دې چارواكي د اساسي قانون د تطبيق پر سر د څارنې د كميسيون له مسئولينو وغوښتل، چې دا ستونزه د قانون په رڼا كې حل كړي.

د اساسي قانون پر سر د تطبيق د څارنې د كميسيون چارواكي زياتوي،  تر اوسه دا مسئله له دوى سره  په رسمي توگه نه ده شريكه شوې او كه ور سره مطرح شي، دوى به يې په حل كې مرسته وكړي.

د هېواد اساسي قانون دولس څپركي او ۱۶۲مادې لري، چې په ۱۳۸۲كال كې د ولسمشر له خوا توشېح او په رسمي توگه نافذ شو.

Trending

Exit mobile version