تازه خبرونه

د حقیقت موندنې نړیوال کمیسیون د کندز پر روغتون د امریکایانو د برید څېړنه غواړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د حقیقت موندنې نړیوال بشر دوستانه کمیسیون غواړي، چې په کندز ښار کې د بې پولې داکترانو پر روغتون د امریکایی ځواکونو د هوایی برید پر څرنگوالي خپلواکه څېړنه وکړي.

د بې پولې داکترانو ټولنې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا مهال په دې برخه کې د څېړنو د پیل له پاره د امریکا او افغانستان هوکړې ته منتظر دي.

د حقیقت موندنې نړیوال بشردوستانه کمیسیون له بشردوستانه نړیوالو قوانینو څخه د سرغړاوي په اړه جوړ شوی دی.

د بې پولې داکترانو ټولنې ویلي، چې د اکتوبر په درېیمه په کندز کې پر روغتون د امریکایی ځواکونو هوایی برید دوه نور داکتران هم وژلي، چې له دې سره د دغه برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر څلیریشت تنو ته پورته شو.

ویل کیږي، چې له دغه برید وروسته نهه تنه نور هم تريتم دي.

Trending

Exit mobile version