1393ټاكنې
د حق او عدالت ګوند: کاندیدان باید د ټاکنو وروستۍ پایله ومني تر څو ټاکنیزې لانجې حل شي
د حق او عدالت ګوند وایي، چې د ټاکنیزو لانجو د پای ته رسولو لپاره کاندیدان باید د ټاکنو وروستۍ پاېلې ومني. د دغه ګوند غړي له ولسمشر کرزي، نړیوالې ټولنې او ټاکنیزو بنسټونو غواړي، چې ټاکنیزو لانجو ته پای ورکړي او باید ژر د ټاکنو وروستۍ پایله اعلام شي.
حق او عدالت ګوند، چې د تحول او تداوم له ټاکنیز ټیم یې ملاتړ کړی، اوس د ټاکنو پر اوږدې پروسې اندېښنه لري.
د حق او عدالت ګوند ویاند حمیدالله فاروقي وایي، چې د ټاکنو اوږدې پروسې د هېواد پر اقتصادي، سیاسي او ټولنیز وضعیت ناوړه اغېز کړی او باید دغه پروسه ژر پای ته ورسېږی.
د هغه په باور د رایو د تفتیش په پروسه کې تقلبي او اصلي رایي له یو او بل جدا شوې او د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلام کې ځنډ ونه کړي.
د دغه ګوند غړي په دې باور دي، چې کاندیدان باید د ټاکنو وروستۍ پایله ومني او بله لار نشته، چې ټاکنیزې لانجې حل شي.
د افغانستان ټاکنې د نړۍ تر ټولو جنجالي او اوږدې ټاکنې شوي دي. د ټاکنو د بهیر اوږېدو نړیوال هم بې صبره کړي او د دغه بهیر د ژر پای ته رسېدو غوښتنه لري.