سیمه ییز خبرونه

د حق او عدالت گوند په بريتانيا كې د درې اړخيزې ناستې له اعلاميې څخه ملاتړ اعلان كړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د حق او عدالت گوند په بريتانيا كې د درې اړخيزې ناستې له اعلاميې څخه د ملاتړ په څرگندولو له پاكستان څخه وغوښتل، چې خپلې ژمنې په عمل كې پلې  كړي.

د حق او عدالت گوند غړى حنيف اتمر وايي:

كه د افغانستان د سولې په اړه په بريتانيا كې د افغانستان، پاكستان او بريتانيا د درې اړخيزې ناستې پرېكړې په عملي توگه اجرا نشي نو د ناامنيو لمن به  د افغانستان په كچه محدود پاته نشي.

نوموړي دغه راز پر افغان حكومت غږ وكړ، چې د سولي  په پروسه كې ملي شورا، سياسي گوندونه او مدني ټولنه له پامه ونه غورځوي ترڅو ملي حاكميت په مشروع توگه تمثيل شي.

دغه گوند خبردارى وركړ، چې د پاكستان له زندانونو څخه په مختفلو نومونو د طالب بنديانو خوشې كېدل به د سولې پروسه زيانمنه كړي.

ښاغلى اتمر زياته كړه، چې په پاكستان كې خوشې شوي طالب بنديان بايد افغانستان ته ولېږدول شي.

اتمر په ټاكل شوي وخت له واكه د ليرې كېدو په اړه د ولسمشر حامد كرزي وروستۍ څرگندونې ستايې، خو ټينگار كوي، چې حكومت بايد د آزادو اوعادلانه ټاكنو لپاره د خپلو پخوانيو ژمنو پر بنسټ د  ټاكنو په قانون كې  اصلاحات راوړي.

د حق او عدالت گوند د ټاكنو په قانون كې د سياسي گوندونو او مدني ټولنو غوښتنو ته درناوى د دوى حق گڼي او د ولسمشرۍ په راتلونكو ټاكنو كې د خپل كانديد په اړه څه ويل له وخت مخكې گڼي او وايي، چې په دې اړه ترسلا مشورې وروسته به خپله پرېكړه اعلام كړي.

Trending

Exit mobile version