سیمه ییز خبرونه

د حكومت يوه ستره ننګونه د پوهنې او لوړو زدكړو وزارتونو فارغانو ته د كارونو نه شتون دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كه حكومت د تخنيكي او مسلكي ښوونځيو د توليداتو د پلور اجازه وركړي، او عوايد يې اړوندو ادارو ته ورسېږي، دغه بنسټونه به تر پنځو راتلونكو كلونو دولتي بودجې ته اړتيا ونه لري. د پوهنې وزارت د مسلكي زدكړو معينيت وايې، شته ننګونو ته په پام سره د دې مركزونو څه باندې پنځوس په سلو كې فارغان په دايمي كارونو بوخت دي.

د پوهنې وزارت د مسلكي او تخنيكي زدكړو معين محمد آصف ننګ وايې:

د افغان حكومت يوه ستره ننګونه د پوهنې او لوړو زدكړو وزارتونو فارغانو ته د كارونو نه شتون دى.

نوموړی زیاتوي، چې كه څه هم هر كال د دوی له ښوونځيو څه باندې ۳۵۰ زره كسان فارغېږي، نږدې سل زره له نيمه لوړو زدكړو موسسو او پوهنتونونو فارغېږي، چې ورته د كارونو موندل آسان كار نه دى.

آصف ننګ همدارنګه وايې، په افغانستان كې زدكړې تر اوسه د ټولنې د اړتياو له مخې، نه دې حمايت شوي.

دى همدارنګه زیاتوي، د كار او ټولنيزو چارو او اقتصاد وزارتونو له شتون سره سره د كار د بازارداوږد مهاله اړتياو سند نه دى جوړ شوى، خو د نوموړي په وېنا، پوهنې وزارت هڅه كړې، چې مسلكي زدكړې د بازار د اړتياو پر بنسټ عيارې كړي.

د سرچينې په وېنا، په تېرو دوو كلونو كې  ۲۳ مسلكي ښوونځي درې اوياو ته پورته شوي او ټاكل شوې تر دوو راتلونكو كلونو ۱۵۰ ته لوړ شي.

د دې ادارې د پروګرامونو له مخې به تر پنځو راتلونكو كلونو د مسلكي او تخنيكي مركزونو شمېره ۱۵۵ ته ورسېږي او د نهمو ټولګيو څخه به پنځه سوه زره زده كوونكي جذب كړي، چې زياتو ته به يې په كرنه او مالداري كې زدكړې وركړل شي.

Trending

Exit mobile version