سیمه ییز خبرونه
د حكومت ټولې ادارې د ولس د غوښتنو پر خلاف عمل كوي
له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره وايي، چې د حكومت ټولې ادارې د ولس د غوښتنو پر خلاف عمل كوي. دغه چارواكي همدارنګه وايي، كه حكومتي ادارې د ولس غوښتنې پوره نكړي او اغېزناك خدمتونه ورته ونه رسوي، ښايي روان كړكېچن حالات تر دې هم ترينګلي شي.
له اداري فساد سره مبارزه دومره پېچلې شوې، چې اړونده بنسټونه يې په يوازې سر د مبارزې توان نلري.
له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې رئيس عزيزالله لودين وايي:
كه د ولس د تمې او غوښتنې پرخلاف د حكومتي ادارو كړنې همداسې روانې وي، له فساد سره مبارزه هېڅ معني نلري.
د ښاغلي لودين په وېنا نوموړې ادارې په شپږو دولتي قراردادونو كې د درې ميليارده افغانيو د اختلاس مخه نيولې ده.
د نوموړي په وېنا د كابينې د يو شمېر وزيرانو د اداري فساد په شمول يې لسګونه دوسيې لويې څارنوالۍ ته لېږلي دي.
له اداري فساد سره د مبارزې اداره په يوازې ځان له فساد سره مبارزه اغېزناكه نه بولي.
دې ادارې له يو شمېر مدني بنسټونو سره تړون لاسليك كړ، چې له مخې به يې مدني بنسټونه د فساد سره د مبارزې په برخه كې د خلكو په پوهاوي كې همكاري كوي.
