سیمه ییز خبرونه
د حماس مشر پر لنډ واټن ویشتونکي توغندي لګېدلی – سپاه پاسداران
اسماعیل هنیه، چې د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی و؛ د چارشنبې پر شپه دوه بجې د تهران په شمال کې له خپل یوه ساتونکي سره ووژل شو.
د ایران سپاه پاسدارن ځواکونو د شنبې پر ورځ ( د زمري دیارلسمه) ویلي، چې اسرائیلو د حماس ځواکونو سیاسي مشر اسماعیل هنیه په تهران کې پر لنډ واټن ویشتونکي توغندي وژلی دی.
د سپاه پاسداران ځواکونه وایي، دا توغندی په تهران کې پر هنیه له استوګنځي بهر توغول شوی دی.
د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: د تر سره شویو ارزونو او څېړنو پر بنسټ دغه ترهګریز برید د یو لنډ واټن ویشتونکی توغندی پر مټ، چې څه باندې اووه کیلو ګرامه خولۍ یې لېږدوله د نوموړي له استوګنځي بهر ترسره شوی دی.
په دې خبرپاڼه کې راغلی، چې دغه هڅه د صهیونیسټ رژیم له خوا طرحه شوی او د امریکا لهخوا یې ملاتړ شوی دی.
اسماعیل هنیه، چې د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی و؛ د چارشنبې پر شپه دوه بجې د تهران په شمال کې له خپل یوه ساتونکي سره ووژل شو.
د ایران حکومت او حماس ډلې ژمنه کړې، چې له اسرائیلو به غچ اخلي.
اسرائیلو تر اوسه د هنيه د مړینې په اړه څه ندي ویلي.
هنيه د جمعې پر ورځ په قطر کې خاورو ته وسپارل شوه.
اړوند خبرونه:
حماس ځواکونو د حماس د مشر له وژل کېدو خبر ورکړ
