تازه خبرونه

د حنا رباني کهر پر مشرۍ پاکستاني پلاوي له افغان مشرانو سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۸, ۱۴۰۱)

د بهرنیو چارو وزارت په ستورې ماڼۍ کې د حنا رباني کهر پر مشرۍ له پاکستاني پلاوي سره د بهرنیوچاور د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د دې وزارت د اداري مرستیال په ګډون د رییسانو یوه ناسته ترسره شوه.

د پاکستان د دولت د بهرنیو چارو د وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ د راغلي پلاوي په ترکیب کې د افغانستان لپاره د دغه حکومت استازي محمد صادق خان او په کابل کي د پاکستان سفارت چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني اوګنشمېر نورو مسوولین ګډون کړی و..

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ دوه اړخیزې اړیکې، ولسونو اوسیمې ګټورې وښودلې.

امیر خان متقي په پاکستان د افغان بنديانو د خلاصون، له یوه او بل حکومتونو د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې دسهولتونو د را منځته کولو، د تجارت او ترانزيت په برخه کي د پرمختګ او چټکتیا په اړه اړوند لوري ته یادونې وکړې.

دغه راز نوموړي په دې ناسته کې د تاپي، تاپ، اورګاډي د کرښې او نورو لویو پروژو پیل کولو ته چمتووالي وښوده او د سیاسی اړیکو، اقتصادي ودې او امنیت په اړه یې د اسلامي امارت موقف ورته څرګند کړ.

پاکستاني پلاوي په پاکستان کي د افغان مهاجرینو سره د ښه سلوک، د تګ راتګ پر لارو او د ویزو په برخه کې د ستونزو د حل په باب د همکاریو ژمنه وکړه او زیاته شوې، چې له افغانستان سره د تجارت او ترانزیت د پیاوړتیا او پراختیا په اړه به لازم ګامونه پورته کړي.

حنا رباني کهر څرګنده کړې، دا چي افغانستان او پاکستان دوه مسلمان همسایه هېوادونه دي او کلتوري مشترکات هم سره لري؛ نو دواړه حکومتونه باید یو له بل سره همکاري وکړي او دوه اړخیزې عامه ګټې خوندي وساتي.

Trending

Exit mobile version