پرمختګ او بشپړتیا
د حيراتانو د بندر په عوايدو كې د تېركال په پرتله شل سلنه زياتوالى راغلى
د حيراتانو د بندر چارواكي وايي، چې:
د روان كال په لومړيو درې مياشتو كې د دغه بندر په عوايدو كې د تېركال په پرتله شل په سلو كې زياتوالى راغلى دى.
د حيرتانو د بندر رييس نجيب الله وايي، چې له حيراتانو څخه ترمزار شريف پورې د اوسپنې د پټلۍ چارې هم بشپړې شوي او ډېر ژر به گټې اخيستنې ته وړاندې شي.
حيرتان، چې له مزارشريف سره پېنځه اتيا كيلو متره واټن لري، افغانستان د يو لوى پل له لارې له ازبكستان او د مركزي آسيا له نورو هېوادونو سره نښلوي، چې د هېواد له مهمو بندرونو څخه شمېرل كيږي.
د دغه بندر له عوايدو څخه هر كال لسگونه ميليون ډالر د افغان دولت خزانې ته ورځې.
د دغه بندر ريس قاضي نجيب الله په روان كال كې د تېركال په پرتله د دغه بندرپه عوايدو كې شل په سلو كې له زياتوالي خبر وركوي.
د حيرتانو د بندر د ريس په باور افغان سوداگرو په تېرو څو كالونو كې د نفتو د ذخيرو او سوداگريزو تاسيساتو د جوړولو په برخه له څلورسوه ميليون ډالرو زياته پانگونه كړې ده.
له حيرتانو څخه ترمزارشريف ښار پورې د اوسپنې پټلۍ بله پروژه ده، چې د چارواكو په وينا په گټې اخيستې به يې د سوداگريزو توكو په ليږد راليږد كې ډېرې ستونزې حل شي .