تازه خبرونه
د حکومتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې دي
په دې کتنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ ( د وږي یوولسمه ) په سپیدار ماڼۍکې ترسره شوې؛ مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت مشورو او اصلاحي نظریاتو ته ارزښت ورکوي او هر افغان کولی شي خپل اندونه په مستقیمه توګه چارواکو ته وړاندې کړي او د خلکو لپاره د حکومتي ادارو دروازې پرانیستې دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پخواني حکومت له یو شمېر چارواکو او د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو، پوهانو، عالمانو او ځوانانو سره په کتنه کې ویلي، چې د حکومتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې دي.
په دې کتنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ ( د وږي یوولسمه ) په سپیدار ماڼۍکې ترسره شوې؛ مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت مشورو او اصلاحي نظریاتو ته ارزښت ورکوي او هر افغان کولی شي خپل اندونه په مستقیمه توګه چارواکو ته وړاندې کړي او د خلکو لپاره د حکومتي ادارو دروازې پرانیستې دي.
په دې ناسته کې د پخواني حکومت د حج او اوقاف، انرژۍ او اوبو او کورنیو چارو وزیرانو محمد صدیق چکري، سید محمد ایوب او منشی عبدالمجید د نورو پر استازیتوب خبرې وکړې او څرګندوي، چې د اسلامي نظام حاکمیت د افغانانو هیله وه او د دې نظام د ثبات او پیاوړتیا لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
دوی زیاته کړې: نړۍ په افغانستان کې اسلامي نظام زغملی نشي او پر بېلابېلو لارو هڅه کوي، چې دغه نظام زیانمن کړي؛ خو افغانان به هیڅکله اجازه ورنکړي، چې اسلامي نظام کمزوری او یا یې پر وړاندې بغاوت وکړي.
د دوی د څرګندونو له مخې: خلک د اسلامي امارت له توشیح شویو قوانینو هرکلی کوي؛ خو د غربي اندونو تر اغېز لاندې خلک او هغه کسان، چې غربي مفکورې لري د اسلامي شریعت مخالفت او غندنه کوي.
هغو زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د رهبر فرمانونه د اسلامي نظام برخه ده او له اسلامي نظام څخه ملاتړ د مسلمانانو دیني مسوولیت دی.
دغه راز د هېواد سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د جهاد د تېرو دوه پېرونو ارمانونه پوره کړل او ثابته یې کړه، چې د جهاد له پای ته رسېدو وروسته به افغانان د ګډوډۍ پر ځای په یوه خپلواک او خوندي نظام کې ژوند کوي.
د دغې ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت قانون ته پاملرنه لري او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی مشورې او وړاندیزونه به په پام کې ونیول شي.
