تازه خبرونه
د حکومت اجرائیه رییس نن د چین په رسمي بلنه بیجنګ ته سفر کوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نن د چین د لومړي وزیر په رسمي بلنه بیجنګ ته سفر کوي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست ویاند جاوید فیصل ویلي، چې عبدالله عبدالله به په دې درې ورځني سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر، لومړي وزیر او نورو لوړپوړیو چارواکو سره خبرې اترې ولري.
ښاغلي فیصل زیاته کړې، چې د دواړو خواوو خبرې به زیاتره پر سیاسي او اقتصادي مسایلو راوڅرخیږي.
اجرائیه ریاست وايي، په دې سفر کې د کابینې غړي او یو شمېر افغان سوداګر له ښاغلي عبدالله عبدالله سره مل دي.
چین د افغانستان ګاونډ او د سولې بهیر د څلوړاخیزو ناستو مهم غړی هېواد دی.