تازه خبرونه
د حکومت اجرايوی رئيس په رسمي توګه دنده پېل کړه
د ملي يوالې د حکومت اجرايوی رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ په رسمي توګه دنده پېل کړه. ښاغلي عبدالله تمه وښوده، چې له نوي ټیم سره به هغه ژمنې پوره کړي، چې له خلکو سره يې کړې دي.
د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو د دندو له پېل وروسته د چهارشنبې په ورځ د ( تلې ۹) د ملي یوالي د حکومت اجرایوي رئیس او د هغه مرستیالانو په رسمي توګه خپلې دندې پېل کړې.
په دې هلکه په جوړو شویو مراسمو کې افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي وویل، که په دې شرایطو کې د دوی په ځای نور کسان ولاړ وای، دغه مطلوب حالت ته نشو رسېدای.
هغه ډاډ څرګند کړ، چې د ملي يوالي د حکومت د رهبرۍ فکري یوالی به له خلکو سره د کړیو ژمنو په عملي کولو کې ور سره مرسته وکړي.
اجرايوي رئیس ډاکتر عبدلله عبدالله وویل، چې اوس د خلکو د بارو د ترلاسه کولو وخت دی.
ده همدارنګه وویل، چې د ملي یوالي د حکومت ټیم به د خلکو د خدمت لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.
د رهبرۍ د غړو د رسمي دندو له پېلولو وروسته به ښايي د ملي یوالي حکومت د کابينې او حکومت جوړونې لپاره هڅې کړندی کړي.
تر اوسه حنیف اتمر د ملي امنیت د شورا د رئیس او عمر زاخیلوال د ماليې وزارت د سرپرست په توګه اعلان شوي دي.