تازه خبرونه
د حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د خوشې کیدو بهیر بشپړ شو
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ویلي، چې د طالبانو لخوا د ټولو امنیتي او کماندو سرتېرو له خوشې کیدو وروسته؛ پرته له اووه طالب بندیانو، چې د فرانسوي او آسترالیايي سرتېرو په وژنه کې یې لاس درلود؛ نور ټول خوشې شوي دي.
د حج او اوقافو پخواني وزیر محمد حکیم منیب ویلي، اوس ټول خنډونه لرې شوي او خبرې اترې باید پیل شي.
طالبانو ته نږدې سرچینې هم د پاتې طالب بندیانو خوشې کیدل مني؛ خو ویل کیږي؛ اووه طالب بندیان، چې د فرانسوي او آسترالیايي سرتېرو پر وژلو تورن دي قطر ته باید ولیږل شي، چې تر څارنې لاندې وي.
د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر آغا ویلي: باور رامنځته شوی؛ اوس باید پر راتلونکيو پلانونو کار ترسره شي.
د ۴۰۰ سخت دریځو طالب بندیانو او افغان کماندو سرتېرو خوشې کیدل د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل یو جدي خنډ و؛ د دې پروسې له بشپړیدو سره به د افغانانو ترمنځ خبرې په راتلونکیو ورځو کې د دوحې بر کوربتوب پیل شي.