تازه خبرونه

د حکومت او طالبانو د خبرو ګډې جرګه ګۍ د اجندا لپاره خپل لومړیتوبونه وړاندې کړل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۷, ۱۳۹۹)

د قطر په دوحه کې د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۷) د خبرو اترو ډلو درېیمه غونډه هم وکړه، چې د  اجندا لپاره یې پر بحث غزونې ټینګار وکړ.

د شنبې او یکشنبې پر ورځ دواړو لوریو پر اړوند موضوعاتو خبرې وکړې؛ خو تر اوسه یې په خبرو اترو کې د اجندا عناصر په ګوته کړي ندي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، چې غونډې روانې دي او د اجندا په اړه بحثونه ډېر وخت ته اړتیا لري.

باخبرو سرچینو ویلي، چې طالبانو د سیاسي نظام، د پوهنې، بیان او ښځو د آزادۍ په ګډون شل مهم ټکي په اجندا کې د شاملولو لپاره وړاندې کړي او حکومتي پلاوي اوربند او د جمهوري نظام پایښت د اجندا لپاره وړاندې کړي دي.

د طالبانو د واکمنۍ د امربالمعروف مشر مولوي قلم الدین ويلي، چې طالبانو د راتلونکي نظام بڼه، پوهنه او د ښخو او بیان آزداۍ په ګډون شل مورده وړاندې کړي دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي اوربند، د جمهوري نظام پایښت او حکومتي جوړښت په اجندا کې شاملو ته وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ دواړو خواوو د سولې خبرو پر کړنلارو او قواعدو موافقه وکړه او د خپلمنځي خبرو لپاره یې پر اجندا جوړولو خبرې روانې وساتلې.

Trending

Exit mobile version