تازه خبرونه

د حکومت او طالبانو د خپلمنځي خبرو لومړنۍ ناسته ترسره شوه

Published

on

د حکومت او طالبانو د سولې خبرو اترو د پلاوي لومړۍ ګډه ناسته نن مازیګر ۴:۳۰ د قطر په پلازمېنه دوحه کې تر سره شوه.

په قطر کې د افغانانو د خپلمنځی خبرو مرکچیانو لومړنۍ ناسته تر سره کړه.

د حکومت د مرکچي پلاوي غړي وایي، چې په دې ناسته کې د دواړو لوریو مشرانو خبرې وکړې.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د کاري اصولو پر ډېرو برخو اجماع شته او پرېکړه وشوه، چې کاري اصول دې نور هم بشپړ شي.

د دوحې په خپلمنځي ناسته کې پر کاري مهالوېش هوکړه شوي او دواړو لوریو یو – یو کس د خبرو د همغږۍ لپاره ټاکلی دی.

دواړو لوریو سپارښتنه کړې، چې د خبرو په بهیر کې باید حوصله، زغم او ښه نیت په ډاګه شي.

په ورته وخت کې ، د حکومت د خبرو اترو د ډلې غړي، نادر نادري ویلي: د یادونې وړ ده، چې پر ډېرو پروسیژرونو هوکړه شوې وه. په دې ناسته کې د دواړو پلاویو دوه تنه د دواړو پلاوو تر منځ د اړیکو او تماس لپاره ټاکل شوي وه. دواړو پلاوو د خبرو اترو پرمهال له زغمه پر کار اخیستو ټینګار کړی دی.

د افغانانو ترمنځ خبرې د شنبې پر ورځ په دوحه کې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ګډون د لسګونه هېوادونو د استازیو په شتون کې په رسمي بڼه پیل او پرانستل شوې ده.

Trending

Exit mobile version