تازه خبرونه

د حکومت او طالبانو د سولې خپلمنځی خبرې به آسانه نه وي – یاماموتو

Published

on

د یوناما پخواني استازي تادامیچي یاماموتو ویلي، چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د مهمو مسلو په اړه اختلافاتو ته په کتو؛ په قطر کې د سولې روانې خبرې به آسانه نه وي.

یاماموتو ټینګار کړی، چې که دې خبرو اترو وخت هم ونیو؛ دواړه خواوې باید یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره خبرې روانې وساتي.

یاماموتو، چې د روان کال تر مارچ پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې د ماموریت استازیتوب کاوه؛ مینې چي ورځپاڼې ته ویلي، چې دا لومړی ګام دی؛ ځکه له ۱۹۷۹کال څخه، چې د افغان ـ شوروي جګړه راپیل شوې تر دې دمه روانې جګړې وضعیت دېر پېچلې کړی دی.

هغه ویلي، چې د سولې پر لوري دا خبرې یو تاریخي ګام دی؛ ځکه، چې طالبانو تل له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې وې.

هغه وایي، چې دغه شېبه د ملګرو ملتونو په ځانګړي توګه د امریکا، پاکستان او قطر په ګډون د نړیوالې ټولنې د هڅو په برکت رامنځته شوې ده.

یاماموتو د خبرو پرمهال ویلي، چې په خبرو کې ګډ ټکي موندل په ځانګړي توګه په مهمو مسلو کې لکه د واک شریکولو، د حکومتدارۍ سیستم او بشري حقونو لکه د ښځو حقونه له ننګونو سره مخ دی.

هغه زیاته کړې: که څه هم په ۲۰۰۱ کال کې طالبانو خپل واک له لاسه ورکړ؛ خو بیا هم دوی ځان د افغانستان اسلامي امارت بولي او باور لري، چې په هېواد کې له حکومتي مشروعیته برخمن دي.

نوموړي ویلي؛ کیدی شي طالبان د اماراتي نظام غوښتنه ولري او حکومت پر جمهوري نظام ټینګار وکړي.

یاماموتو دا هم په ډاګه کړې، چې که څه هم طالبانو ویلي؛ دوی د اسلام له نظام سره د ښځو حقونو ته درناوی لري، خو اوس هم څرګنده ند او مونږ نه پوهیږو، چې دوی یې څومره مني.

د یاماموتو د څرګندونو له مخې؛ په ځینو مهمو مسلو د دواړو خواوو تر منځ ډېر اختلاف موجود دی، خو د خبرو د بریالیتوب لپاره زغم ته اړتیا ده.

د نوموړي ویلي؛ هغه مهال، چې دی په افغنستان کې د یوناما استازی و د طالبانو سیاسي پلاوي په دوحه کې له ور سره په  ۰برو کې ویلي وه، چې طالبان له تېرو وختونو زدکړه لري او بدل شوی دي.

Trending

Exit mobile version