تازه خبرونه
د حکومت خپلمنځي اختلافونه به دولتي بنسټونو فلج کړي
که څه هم د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ اختلافونه کم شوي؛ خو د حکومت مشرانو ته نږدې کسان وایي، چې تراوسه دغه اختلافونه پای ته نه دي رسیدلي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکوي، چې د حکومتي جګپوړیو مشرانو تر منځ د اختلافونو دوام به د دولتي بنسټونو د فلج کيدو سبب شي او له بشري حقونو څخه د سرغړاوي مواردو ته به زمینه برابره شي.
د دغه کمیسیون رییسه سیماسمر وایي، چې په حکومت کې خپلمنځي اختلافونو د بشري قوانینو پر ساتنې بد اغېز کړی دی.
د ملي وحدت حکومت د هوکړه لیک د تطبیق کمیسیون رییس محمد ناطقي وایي، تر اوسه د دغه هوکړه لیک ځینې مادې نه دي پلې شوي.
د هغه په وینا؛ تر دې دمه د یاد هوکړه لیک د حکومت بنسټیز جوړښتونو، د برښنایي هویت پاڼو د وېش او لویې جرګې جوړولو بندونه پلې شوي نه دي.
مخکې له دې اجرائیه رییس او د ولسمشر لومړي مرستیال، ولسمشر د واک پر انحصار تورن کړی و.
خبریال: احمد فرشاد صالح