تازه خبرونه
د حکومت د رهبرانو اختلافونه د افغان سرتېرو او ولسي وګړیو د مرګ و ژوبله لامل شوي
د ولسي جرګې غړي وايي؛د خلکو زغم نور پای ته رسیدلی او د ملي وحدتحکومت د رهبرانو اختلافونه د دې لامل شوي، چې هره ورځ لسګونه افغان سرتېرو او ولسي وګړیو ته مرګ و ژوبله واوړي.
د نا امنیو د پراخیدو او ملکي او پوځي مرګ و ژوبلې په لوړیدو لهمعمول سره سم د ولسي جرګې غړیو خپله اندېښنه بیا تکرار کړه.
دوی وايي،چې حالات ورځ تر بلې د ترینګلي کیدو په خوا روان دي.
د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وایي، په غونډه کې د حالاتو د ښه کیدو پرطرحه خبرې نه کیږي؛خو د مسوولیت ګوته لوړ پوړیو امنیتي چارواکو ته نیسي، چې په وینا یې ملت او ولسي جرګې ته ځواب نه وايي.
دوی وايي،چې لوړ پوړي امنیتي چارواکي د خپلو ناکامیو په اړه نه ملت او نه هم ولسي جرګې ته ځواب وايي.
د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهیمي وايي،چې د روانو ناامنیو او ګونګو حالاتو په اړه به د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رييس د پوښتنو لپاره را وغوښتل شي.
د ملي شورا دواړو خونو په وار وار امنیتي مسوولین استجواب کړي، چې د ګډوډیو او ناامنیو پردلایلو او د مخنیوي لپاره یې پرپلانونو پوه شي؛خو دغو را بللو او پوښتنو ګرویګنو د حالاتو له سمون سره هیڅ مرسته نده کړې.